– کابل / د وري ۹ مه / باختر
د لوګرد اطلاعاتواو فرهنګ رییس رفیع الله صمیم په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې غونډه نن جوړه شوه .
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې د لازیاتو تعلیمي او اسلامي خپرونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د اقتصادي ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم وویل چې رسنۍ د اطلاعاتو رسولو کې مهم رول لري. هغه د رسنیو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د حق پیغام په رسولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي.
نوموړي د رسنیو د جواز پر تمدید ټینګار وکړ او له خبریالانو سره یې ژمنه وکړه، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د رسنیو ملاتړ کوي.
په لوګر کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول خان ولي احمد زي وویل چې په دغه ولایت کې تراوسه پورې خبریالان له کوم کواښ سره نه دي مخ شوي.
هغه د رسنیو د اقتصادي ستونزو پر حلولو او اطلاعاتو ته پر لاسرسی ټينګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې رسنۍ خپل ایمانې مسوولیت ادا کوي او په دغه ولایت کې رادیوګانې د اسلامي شریعیت مطابق فعالیت کوي.
ع