نړۍ

له ناټو او امريکا سره دپاکستان په همکاريو دنوى نظرلارښوونه

دپلټنې پريوې پوستي دناټو دهوايي بريد له امله دڅه ناڅه څلورويشت تنه پاکستاني عسکرو له وژل کيدو وروسته دپاکستان دولت اعلام وکړ چې له ناټو اوامريکا سره په خپلو همکاريو نوى نظرکوي.

دامريکا دبهرنيو اودفاع  وزيرانو هم له خپلو سيالانو سره په تيلفوني اړيکو کې دخواخوږۍ  دڅرگندولو په ترڅ کې ددغې پيښې دبشپړي څيړنې ژمنه کړې ده.

دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني دپرون سهار بريد دپاکستان دواکمنۍ  پرحق څرگندتيرى بللي دي.

د ګيلاني ددفتر دخبر له مخې دناټو تدارکاتي لاره به وتړل شي چې دهمدي خبرله مخې ددغه تصميم له اعلام وروسته پاکستان دناټو دموټرونو دتګ راتګ مخه نيولي ده.

دغه راز دپاکستان دولت ويلي دي  چې دامريکا له دولت څخه  به غوښتنه وکړې چې ترپنځلسو ورځوپورې ددغه هيواد په بلوچستان ايالت کې دشمسي هوايې اډه خالي  کړې.

امريکايانو له دغې اډي څخه دخپلو بي پيلوټه الوتکو دالوتنې په مقصد استفاده کوله.

په خبرکې ويل شوي دي دهمدغو غبرګونونو په دوام په پاکستان کې دامريکا سفير هم احضار شوي او داسي بريښې چې دغه بريد ددواړو هيوادونو ترمنځ مخ په ښه  کيدو اړيکو ته زيان رسولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته