فرهنګ

د تاريخي آبداتو د بيا رغاونې د نړيوال کنفرانس د همغږۍ غونډه جوړه شوه

-کابل/ باختر د وږي  دويمه :
د تاريخي آبداتو دبيا رغاونې او د فرهنګي ګرځندوى د پراختيا د نړيوال کنفرانس د همغږۍ لومړۍ غونډه پرون د ښار او کور جوړولو په وزارت کې جوړه شوه .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دغه غونډه د ښار او کور جوړولو د وزير سيد سعادت منصور نادري په مشرۍ  او د ښار جوړولو په چاروکې د جمهور رييس د ستر سلاکار انجينر محمد يوسف پښتون، د ګرځندوى په چارکې د دولت د وزير پوهنمل نبي فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى د معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي، د کانونو او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارتونو د معينانو او د همکارو موسسو د استازو په ګډون جوړه شوه .
  په دې غونډه کې په افغانستان کې د تاريخي آبداتو د بيا رغاونې او د فرهنګي ګرځندوى د پراختيا د لومړي نړيوال کنفرانس پيشنهادي طرحه د پوهاوي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او له يونسکو سره په همغږۍ کې د لرغونو آثارو او د تاريخي آبداتو د ساتنې، څارنې، ترميمولو او ټينګښت په موخه وړاندې شوه .
دغه کنفرانس په نږدې راتلوونکې کې د پنځو ورځو لپاره جوړيږي چې دوه ورځې يې په کابل کې د ښار او کور جوړولو او د اطﻻعاتو او فرهنګ د وزارتونو او د ګرځندوى په چاروکې د دولت وزارت له خوا جوړيږي .
دغه راز يوه ورځ د يونسکو له خوا په باميانو ولايت کې، يوه ورځ د آغاخان د فرهنګي بنسټ له خوا په بلخ ولايت کې او يوه ورځ د فيروز کوه له خوا په هرات ولايت کې دوام کوي.
  د کنفرانس د جوړولوکمېټه دکنفرانس لپاره دتاريخي آبداتو دکنفرانس دمجلې د برابرولو او تياري په خاطر د مقالو د منلو په حال کې ده .
دغه راز د کنفرانس د جوړولو د کمېټې په پروني کارکې د کنفرانس د جوړولو د مقدماتي پړاوونو او جريان په باب خبرې وشوې .
  د تاريخي آبداتو دغه ملي کنفرانس چې د پوهاوي او د تاريخي او لرغونو آثارو دساتنې، څارنې او ترميمولو په مقصد ترسره کيږي، په دريو پړاوونوکې جوړيږي.
په مقدماتي تياري پړاوکې د تاريخي آبداتو د پروپوزل تاييد، د پلان برابرول، د کنفرانس پيشنهاد او چوکاټ، د کنفرانس له اړوندو لورو سره همغږي او د کنفرانس د جوړولو، د کنفرانس په باب د تبليغاتو او پوهاوي، د کنفرانس د جوړولو او فعاليتونو لپاره د ټولو موادو او سندونو برابرول، د کنفرانس دجوړولو د لګښتونو او د ځاى د کرايې اټکل، د هرې برخې او د هربنسټ د دندو مشخص کول، د انترنتي سايټ جوړول، له بېلابېلو بنسټونوڅخه دمقالو او رپوټونو راټولول او د تاريخي آبداتو د حرفوي عکاسۍ د لومړۍ سيالۍ ترسره کول او د کنفرانس د نښان او لوګو طرحه کول شامل دي.  د بلن ليکونو ليږل، دتاريخي آبداتو د عکاسۍ د لومړۍ سيالۍ ترسره کول، د تاريخي آبداتو د لنډ فلم د لومړۍ سيالۍ ترسره کول او د تاريخي آبداتو د نندارتون جوړول شامل دي .
دغه راز په دويم پړاوکې د کنفرانس د جوړولو بهير، د کنفرانس د چارو همغږي کول، د مقالو د ګټوونکو مشخص کول او انتخاب شويوکسانو ته د جايزو ورکول او د کنفرنس د کتاب او د کنفرانس د پاى ته رسوونکې وينا چاپول شامل دي .
په دريم پړاوکې، په ولايتونوکې د سيمينار پراختيا او نتيجه اخستنه او د تاريخي آبداتو د ساتني او څارنې په خاطر خلکو ته د پوهاوي ورکول، مياشت په مياشت د افرادو او بنسټونو د فعاليتونو د نتيجو تعقيبول، د کنفرانس د نتيجو او مصوبو د تحقق يا نه تحقق  تعقيبول، د راتلوونکي کال د کنفرانس د جوړولو لپاره تيارى او د تاريخي آبداتو د بيا رغاونې د چلندونو د ثبت او راجستر په خاطر د الکترونيکي ديتابيس جوړول شامل دي .
  ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته