اقتصاد

د افغانستان او امريکا ترمنځ د تجارتي اړيکو مرکز جوړ شو

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٩ :
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتوترمنځ نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونه کې د تجارتي اړيکو مرکز جوړ شو.
دباخترآژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د هېواد د سوداګرۍ اوصنايعو په خونه کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان د سوداګرۍ  او صنايعو د خونې دعامل هيئت رييس قربان حقجو د خبرو په ترڅ کې وويل: د افغانستان او امريکا ترمنځ د تجارتي اړيکو مرکز په معتبرو تجارتي معلوماتو د سوداګرو او دپانګې اچوونکو د لاسبري ، د افغانستان او امريکا ترمنځ د تجارتي اړيکو د ټينګښت او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خوني او د امريکا د سوداګرۍ وزارت له خوادبرياليو تجارتي تجربو دمعرفي کولوپه مقصد جوړ  شوى دى .
د افغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دعامل هيئت رييس  زياته کړه: دغه مرکز په پرمختللي ارتباطي نظام سمبال دى چې د روزنيزو پروګرامونو او ورکشاپونو دجوړولو، سوداګرو ته د غونډو د جوړولو  او د افغانستان او امريکا د سو داګرو  ترمنځ دمستقمو او ټلويزيوني تجارتي کنفرانسونو د جوړولو زمينه برابروي  .
حقجو زياته کړه: همدا اوس دغه مرکز په کابل، هرات، بلخ او قندهارکې فعاليت کوي او په پام کې ده چې په راتلوونکي کې د فعاليت ساحه يې د هېواد ټولو ولايتونو ته پراخه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته