سیاست

امريکا د پوځي مالونو د ليږدونې لپاره نور انتخابونه څيړي

واشنگتن نړيوالې خبري منابع   باختر دورې دمياشتې  ٦ :
دامريکا ددفاع وزارت له افغانستان څخه دخپلو پوځي وسايطو او توکو دليږدونې لپاره  دروسيې له بار وړونکو الوتکو څخه داستفادې پرځاي بل انتخاب څيړي.
امريکا له افغانستان څخه بهرته له دغه هېواد څخه دخپلو پوځي تجهيزات او توکو دليږدونې لپاره دپاکستان له لارې دغه راز له امنيتي ستونزو سره مخامخه ده.
د روسيې له خوا له افغانستان څخه دامريکا دپوځي تجهيزاتو او وسايطو دليږدونې د لارو دتړل کيدو ستونزه هغه وخت طرحه شوه چې د اوکراين دبحران په اړوند د روسيې او امريکاترمنځ اړيکې ترينګلې شوې.
له بلې خوا امريکا له روسيې سره د يادونې وړ تجارتي قراردادونو اوهمکاريو دځنډولو په باب هم  خبرې کوي.
دامريکا پوځي ځواکونو له افغانستان څخه بهر ته دپوځي وسايطو او مالونو د ليږدونې په باب له روسيې سره قراردادونه لاسليک کړي دي او دامريکا ددغو پوځي وسايطو او مالونو دليږدونې لپاره د انتونوف _ ١٢٤ په نامه د روسيې باروړونکي الوتکې په منظم ډول فعاليت کوي.
د روسيې د انتونوف _ ١٢٤ډوله  بار وړونکي الوتکې د درندو پوځي تجهيزاتو او وسايطوپه ليږدونه کې ډيرې اغيزمنې دي.
په امريکا او ددغه هيواد د دفاع په وزارت کې يوشمېر چارواکي غواړي چې  د والگا دينپر له روسي شرکت سره کار وځنډوي او د اوکراين له انتونوف شرکت سره قرارداد وکړي .
دهمدې خبرله مخې: تراوسه پورې د روسيې د والگادينپر او د اوکراين د انتونوف دوه هوايي ترانسپورتي شرکتونه افغانستان، عراق او د نړۍ نورو هيوادونو ته د امريکا او دهغې دمتحدينو دپوځي وسايطو او تجهيزاتو په ليږدونې بوخت وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته