اقتصاد

له درې زره کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

کابل باختر د  زمري ١١

  په سمنګانو ولايت کې نن دنړۍ دخوړو دسازمان داداري له خوا په درې زره مستحقو کورنيو  دخوراکي توکو ويشل پيل شول .

 دسمنګانو ولايت مرستيال غلام سخي بغلاني باختر اژانس ته وويل دڅه دپاسه دوه ويشتو مليونو افغانيو په ارزښت په درې زره بي وزلو معلولو او مستحقو کورنيو خوراکي توکي ويشل کيږي .

 ده زياته کړه دغه کورنۍ  پخوا دنړۍ دخوړودسازمان او دولايت دمقام دکارکوونکو له خوا سروي شوي وي .

  ده څرګنده کړه دغه مرسته تر شپږو مياشتو پورې دوام لري اوهغه خوراکي توکي چي اوړه ، غوړي ،  مالګه او بوره پکي شته هره مياشت هري کورنۍ ته ديو زرو دوه سوه پنځوسو افغانيو په ارزښت خوراکي  توکي دهغو خصوصي مغازو له لارې ورکول کيږي چې پخوا له هغوي  سره قرارداد شوي دي .

  ده په ډاکه  کړه اوس دغه پروګرام  چې په ايبکو ښار کې پيل شوي  په پام  کې ده ددغه ولايت په شپږ ګونو ولسواليو کې چې ټولي دولس زره کورنۍ کيږي عملي شي .

   د نړۍ  دخوړو موسسې ولايتي مسوول ګلبدين  چې يو نړيوال مرکز دي او ددغه پروګرام  عملي کول په غاړه لري وويل دغه توکي دکوپون دپروګرام له لارې چې داستفاده غوښتونکو کسانو له خوا ددغو توکو دمزو چړچو  مخنيوي شوي وي ويشل  کيږي چې په مستقيم ډول دمستحقو کسانو لاس ته ورسيږي  .

 ده وويل دغه بهير چې شپږ مياشتې دوام لري هرې کورنۍ ته په همدي موده کې  داووه زره پنځه سوه افغانيو په ارزښت مواد ورکول کيږي .

  شفيع  يوهغه  سړي دي چې پنځوس کلن دي او دخوراکي توکو داخستلو لپاره مغازي ته ورغلي و ، وويل دغه توکي زما په شان  له بي وزلو کورنيو سره ستره مرسته ده  په تيره بيا دروژي په مبارکه مياشت کې   ځکه زياتره بي وزلي کورني نه شي کولاي خپل خوراکي توکي پيداکړي .

 داپه داسي حال کې ده چې ددغه ولايت د مرکز او شپږګونو ولسواليو په کچه دنړۍ دخوړو دسازمان داداري څه ناڅه درې سوه اتيا ټنه خوراکي توکي، دتوکو  په مقابل کې  دکار تر پروګرام لاندې  کورنيو ته ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته