
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
له ټولو سوداګرو، صرافانو، د ډبرو کاروباریانو او ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي، چې لاندې ټکي عملي او په کلکه رعایت کړي.
۱ــ ټول هېوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ (افغانۍ) وکاروي.
۲ــ هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي.
۳ــ که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر نقل کړي، د هر یو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یو کال، تر یو میلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له لک کم تر پورته په دوهم بند کې ټاکل شوي اندازې ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې محبوس کېږي.
۴ــ کومې پیسې او سره زر، چې د سرغړوونکو څخه نیول کېږي، هغه به د ریاست الوزار تر لزوم دید پورې به د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.
۵ــ هېواد ته د سیمې په هېوادونو پورې اړوند اسعارو او کرنسیو راوړل ممنوع دي.
۶ــ په ټول هېواد کې د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو بهر ته د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونو مسئولیت دی.
افغانمل