نړۍ

ککړه هوا په کال کې اووه ميلېونه انسانان وژني

  دويچه ويله  باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د روغتيا نړيوال سازمان  ( ډبليو اچ  او ) نوي ارقام ښيي چې د ککړې  هوا   پر ضد مبارزه کې پرمختګ نه  دی شوی.
د رپوټ له مخې په ځانګړې توګه د پرمختګ په درشل کې هېوادونه له ککړې هوا څخه کړېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان ( ډبليو اچ او) په  خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې؛ په نړۍ کې هرکال کابو اووه ميليونه انسانان د ککړې هوا له کبله مري.
دغه ارقام دوه  کاله وړاندې  له  تر سره شويو ارزونو سره سر خوري.
د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مشر تيدروس آدانوم ګيبريسوس،په وينا د ککړې هوا له کبله ټول انسانان له خطر سره مخامخ دي، خو په ځانګړې توګه بېوزله قشرونه بيا له ډير ګواښ سره مخامخ دي.
بېوزله هېوادونه تر ټولو زيات اغيزمن دي،د رپوټ له مخې د ککړې هوا له کبله تر ۹۰ سلنه زياتې مړينې په هغو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې خلک يې کم او يا هم منځنی اوسط عايد ولري، تر ټولو زيات په آسيا او افريقا کې.
د روغتيا د نړيوال سازمان د عامه روغتيا چارو مديره ماريا ميرا، وايي: «د نړې په ډيرو سترو ښارونو کې د هوا ککړتيا، د روغتيا نړيوال سازمان له لوري د توصيې شوې اندازې څخه پنځه وارې لوړه ده.  » د هغې په خبره په هغو هيوادونو چې پکې عايد لوړ دی لکه اروپا، امريکا او کاناډا او همداشان آستراليا او نيوزيلنډ کې  د هوا کيفيت ښه دی.
د نړۍ په کچه له لسو څخه نهه انسانان هغه هوا تنفس کوي چې پکې د سولفت، نايتريت او د دود لوړ ذرات وي.  
د روغتيا د نړيوال سازمان د اټکلونو له مخې دغه ډول زهرجن ذرات د زړه  د حملې او مغزې سکتې له کبله د پاخه سن کسانو د مړيني د يو پر څلورمه برخې سبب ګرځي.
د دغه سازمان په وينا د سږو سرطان د ټولو پېښو ۳۰ سلنه او د نورو ټولو مزمنو ناروغيو د ۴۳ سلنې سبب ککړه هوا کېږي.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته