سیاست

محمد حنيف اتمر د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره خپل نوم ثبت کړ

کابل باختر د مرغومي ۲۹مه
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د وياند مرستيال وايي چې د ملي امنيت شورا  پخوانی سلاکار محمد حنيف اتمر د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: محمد حنيف اتمر پرون له غرمې مخکې د جمهوري رياست په راتلوونکو  انتخاباتوکې د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ او محمد يونس قانون د لومړي مرستيال او محمد محقق يې د دويم مرستيال په توګه معرفي کړل.
  ابراهيمي زياته کړه: د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د نومونو د ثبتولو  بهير د مرغومي دمياشتې په  ١٣ مه پيل شو او تر اوسه پورې په محمد حنيف اتمر برسيره عبداللطيف پدرام، حکيم تورسن، سيد نورالله جليلي،  عنايت الله حفيظ، زلمی رسول، نور الحق علومي او فرامرز تمنا د جمهوري رياست  په راتلوونکو  انتخاباتوکې د انتخاباتو کمسيون ته ورغلي او د نوماند په توګه يې خپل نومونه ثبت کړي دي .
د ده د څرګندونوله مخې: سره له دې چې د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د نومونو د ثبتولو بهير به د يکشنبې د ورځې تر پايه پورې دوام وکړ، خو دغه بهير د تمديد وړ نه دى. هيله کيږي چې د دغه بهير تر پايه پورې نورې څيرې هم خپل نومونه ثبت کړي
سبا يکشنبې د مرغومي ۳۰مه، د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د نومونو د ثبتولو وروستۍ ورځ ده.
تر اوسه پورې د دوو ښځو په ګډون ٧٣ تنو د انتخاباتو معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته