خبرونهنړۍ

د وسلوالو په یو برید کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

نړۍ، د کب ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

پاکستانۍ رسنیو نن سه شنبې سهار خبر ورکړی، چې د پېښور مچني ګېټ سیمه کې د پولیسو پر مرکز د وسلوالو کسانو برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

ځینو نورو رسنیو بیا ویلي، چې برید د پولیسو پر مرکز نه؛ بلکې د ګزمې پر موټر شوی دی.

د برید د مسولیت او د قیق وخت  په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

پولیسو ویلي، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته