ټولنه

له وخت څخه مخکې د ودونو د مخنيوي د لارې چارو د لټولو په مقصد يوه غونډه جوړه شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
له وخت څخه مخکې او په ماشومتوب کې د ودونو د مخنيوي دلارو چارو دلټولو په خاطر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا په کابل کې يوه غونده جوړه شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې غونډه کې له وخت څخه مخکې د ودونو د مخنيوي د لارو چارو او له وخت څخه مخکې د ودونو د ناوړو اغيزو په باره کې خبرې وشوې.
ددغې غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات له وخت څخه مخکې د ودونو د مخنيوي د لارو چارو په باره کې معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: د افغانستان په ځينو ولايتونو او په لرې پرتو سيمو کې له ١٥کلنى څخه ښکته ماشومان له وخت څخه مخکې ودونو ته اړ ايستل کيږي.
ده ټينګار وکړ: له وخت څخه مخکې د ودونو د مخنيوي په خاطر د ځوانانو دچارو معينيت د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د ديني عالمان، د جوماتونو د امامانو، مدني ټولنې او د نورو ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ هلې ځلې کړې دي چې ددغه شان ودونو مخه ونيول شي.
د ځوانانو د چارو معين وويل: له ١٥ کلنى څخه ښکته ودونه د اسلام په مبين دين، د هيواد په نافذو قوانينو او د بشر د حقوقو په  قوانينوکې هم جواز نه لري او ناروا عمل بلل کيږي او د دغه شان ودونو د مخنيوي په لاره کې مبارزه کوو.
په دې غونډه د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون کميشنرې قدريې يزدان پرست هم په خبروکې له ١٥ کلنى څخه ښکته د ودونو عوامل په ديني اصولو ، دهيواد په نافذو قوانينو او د بشر د حقوقو په قوانينو د ځينو نارينه و نه پوهاوى او دغه راز د خلکو بيوزلي او اقتصادي تنګسيا وبلله.
دې زياته کړه: دغه شان ودونه د دې سبب کيږي چې نجونې له زده کړې څخه بې برخه شي او ښه نتيجه هم نه ورکوي او بايد له دغه ناجايز عمل سره مبارزه وشي.
دغه راز د ملګرو ملتو د سازمان د وګړو د صندوق استازي ډاکتر باسط حسنزي هم له ١٥ کلنى څخه مخکې د ودونو پرخلاف د مبارزې په باب د اړونده بنسټ د پروګرامونو په باره کې معلومات ورکړل او د ځوانانو د چارو له معينيت او له اړوندو موسسو سره يې د دغه بنسټ په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د (هيواد) موسسې استازي ډاکتر عنايت الله مجددي خبرې وکړې او ويې ويل: په افغانستان کې تاوتريخوالى بېلابېل ډولونه لري چې يو يې له وخت څخه مخکې ودونو ته د ماشومانو اړ ايستل دي.
ده وويل: بايد د دغو ناروا عمل مخه ونيول شي او د دين له اصولو او قوانينو سره سم عمل وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته