ټولنه

له يوه بوډا سړي سره دشپږ کلنې نجلۍ دواده په اړوند غبرګونونه .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
له يوې شپږ کلنې نجلۍ سره د ٤٢ کلن سړي دواده له افشا کيدو وروسته چې ويل کيږي په غور ولايت کې تعويض  ليکوونکى دي په دې باب غبرګونونو زور اخستى دى .
دغور ولايت دپوليسو دلومړنيو تحقيقاتو له مخې ،شپږ کلنه  نجلۍ قريب ګله پلار يې  ديوې اندازې خوراکي توکو او ديوې وزې دترلاسه کولوپه بدل کې دسيد عبدالکريم په نامه يوه ٤٢ کلن سړي ته په بخشش ورکړې وه خو سيد عبدالکريم په دې باب وايي چې دغه نجلۍ دکورنۍ له خوا يې ددعا دکولو په بدل کې ده ته بخشش ورکړې ده اوله دې سره يې نکاح کړې ده .
په همدې  حال کې  دغور ولايت دولتي مقامات وايي چې ددغه واده په اړوند دغبرګونونو دزياتوالي په دليل پوليسو ددغې نجلۍ پلار له دغه ٤٢ کلن سړي سره بندي کړى دى .
دغور ولايت دپوليسو دتحقيقاتو له مخې ددغې نجلۍ پلار دقريب ګلې دميړه په اندازه ملامت دى .
دغور ولايت دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دڅارنوالۍ  رييسه نيګينه خليلي غوري هم زياتوي چې دقريب ګلې پلار هم ددغه واده په اړوند ملامت دى او دتحقيقاتو له بشپړيدو  وروسته دوسيه ېې محکمې ته سپارله کيږي .
ميرمن خليلي زياته  کړه چې دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دقانون له مخې ميړه ته له قانوني عمر څخه ښکته دنجونوورکول  دمنځ مهال لپاره دبنديتوب پايلې لري .
دقريب ګلې پلار ويلي دي چې ده خپله ٦ کلنه  لور هغه سړي ته ورکړې ده چې تل ددعا کولو لپاره ده ته مراجعه کوله .
تعويض ليګوونکي  سيد عبدالکريم ويلي دي چې ده دغه کوچنۍ نجلۍ دلسګونو تنو په وړاندې ځان ته نکاح کړې ده .
دافغانستان په لويديځ کې دغور ولايت يوله هغو ولايتونو څخه بلل کيږي چې ويل کيږي دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي ګراف پکې لوړشوى دى .
دغورسيمه ئيزو  مقاماتو ويلي دي چې په تيرو يوه مياشت کې  په غور کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي پنځه مورده ثبت شوي دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا