ښوونه او روزنه

د هندپه مرسته د پنجشير د لوړو زده کړو دموسسې د لابراتوار ودانۍ جوړيږي

پنجشير باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
د پنجشير د لوړو زده کړو د موسسې د لابراتوار د ودانۍ د جوړولو کار نن د پنجشير ولايت د مرستيال له خوا پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د دغه پوهنتون په تالارکې جوړه شوې وه، د پنجشير ولايت د لوړو زده کړو د موسسې رئيس پوهنمل سيف الله ضايي وويل چې دغه ودانۍ  د هندوستان په مالي مرسته د ٧ ميليونو ٧٠٠ زرو افغانيو په لګښت د ٥٠٠ مربع ځمکې په ساحه کې په يو پوړکې په پاخه او معياري ډول په شپږو مياشتوکې جوړيږي.
ده وويل: په دې ودانۍ کې اته اداري خونې او يو سترسالون له ټولو تجهيزاتو سره يې په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته