کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا د چاڼيزو عملياتو له امله دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول فضل هدا ابراهيم خيل د باخترآژانس خبريال ته وويل: دوه تنه وسله وال مخالفين د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې د ٢٠٣ تندر پلې لوا د محمد عمر په کلي کې چاڼيزعمليات پيل کړي وو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبرله مخې: د تندر قول اردو د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله د پکتيا ولايت د احمد خيلو په ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو .
0 1 دقیقه لوستل