فرهنګ

دعلمي ،فرهنګي او دبشري پانګې دعالي شورا دعلمي او فرهنګي کميټې دويمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د زمري دويمه :
دعلمي ، فرهنګي او دبشري   پانګې دعالي شورا دعلمي او فرهنګي کميټې  دويمه غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس په مشرۍ  جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  ،  علمي اوفرهنګي کميټه دعلمي ، فرهنګي او دبشري پانګې دعالي شورا دفعاليت په لاره کې دجمهوري رياست دنظام د  ١٣٩٦ کال دسلواغې  دمياشتې دشپاړلسمې   نيټې د ٤٨ ګڼه  فرمان له مخې  جوړه شوې  ده چې ددې فرمان پربنسټ  دغه عالي شورا دوه کميټې لري چې علمي او فرهنګي فرعي  کميته يې دجمهوري رياست  ددويم مرستيال په مشري  فعاليت کوي .
علمي  فرهنګي او دبشري  سرچينو عالي شورا په علمي او فرهنګي برخه کې د ملي  پروګرامونو دجوړولو اوښه  والي  درغنده  فرهنګي خبرو اترو دپياوړتيا ، په دغو برخو کې د مسوولو ادارو درول دپراختيا ، دهمغږۍ  دتامينولو او دبشري پانګې دانکشاف دپاليسيو دطرحې  او تطبيق په لاره کې دمهمو تصميمونو دنيولو په موخه جوړه شوې ده .
په نننۍ غونډه کې لومړى دعلمي اوفرهنګي کميټې دفعاليت کړنلاره وڅيړل شوه او په پاى کې  تاييد شوه .
دغه کړنلاره  دعلمي اوفرهنګي کميټې په لومړى غونډه کې هم دموخو ، دندو او واکونو ، تشکيل ، دکميټې د سکرتريت  ، دغونډې دجوړولو دڅرنګوالي او دکړنلارې  دانفاذ  په ګډون مواردو کې وڅيړل شوه او دبشپړيدو په مقصد  په نننۍ غونډه کې هم بيا تر غور لاندې ونيول شوه .
دعلمي اوفرهنګي کميټې  دغوڼډې دغړو دوړاندېزله مخې ، د ژورناليستانو فدراسيون  ، دافغانستان دښځو دمدني شبکې داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دکميسيون په ګډون بنسټونه او دغه راز دکابل ښاروالۍ هم ددې کميټې دغړو په توګه په پام کې ونيول شوه .
په دې غونډه کې دغه راز دلوړو زده کړو  دموسسو دعلمي کادر دغړو دمعاشونو او امتيازونو دمقررې  مسوده هم وړاندې شوه اووڅيړل شوه .
دغه مقرره دغوره علمي کادرونو په جذب او په اکاډميکي  چارو کې دعلمي کادر دغړو دمسووليت او ليوالتيا  په لوړولو کې دلوړو زده کړو  دموسسو درقابتي  ځواکمنۍ   دلوړولو په مقصد برابر شوې ده .
دجمهور رييس دويم مرستيال استاد سروردانش په دې برخه کې  ټينګار وکړ چې دغه مقرره دې بايد په ډيرلنډ ممکن وخت کې داړوندو ارګانونو له خوابشپړه  او په نوي کال کې داجرا وړ وګرځي .
په پاى کې  دغونډې دغړو دنظريو او پيشنهادونو له وړاندې کيدو وروسته پريکړه وشوه  چې دلوړو زده کړو  ، عدليې او دماليې دوزارتونو او داداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو دکميسيون استازې دې  په ګډه دغه مقرره بيا وڅيړي او دوروستي  تصميم لپاره  دې دقوانينو کميټې ته وړاندې کړي .
دغه راز په نننۍ غونډه کې دسيد جمال الدين افغان ددارالمعلمين دښوونکو ستونزې هم وڅيړل شوې ددغې موضوع په برخه کې  دسيد جمال الدين افغان ددارالمعلمين  استازو او دغه راز دپوهنې او دلوړو  زده کړو دوزارتونو استازو هر يوه خپلې  نظريې او وړانديزونه طرحه کړل چې په پاى کې د جمهور رييس له دويم مرستيال استاد سروردانش په جمع بندي سره پريکړه شوه چې دسيد جمال الدين افغان  دارالمعلمين دښوونکو او داړوندو وزارتونو دغوښتنو اووړانديزونو رپوټ دې جمهوري رياست ته وړاندې او دوروستي  تصميم نيولولپاره  دې دعلمي ، فرهنګي او دبشري  پانګې دعالي شورا په يوه غونده کې وڅيړل شي .
دسيدجمال الدين افغان دارالمعلمين   استازي ټينګار کوي چې دغه بنسټ هغه ظرفيت او ځواکمنۍ ته په پاملرنې  سره چې لري يې  بايد دلوړو زده کړو  موسسې ته  لوړوالى پيداکړي،  په داسې حال کې چې دپوهنې او دلوړو زده کړو دوزارتونو استازي ددغه بنسټ له ظرفيت څخه داستفادې  لپاره دښوونې او روزنې له يوبل پوهنتون سره ددغه بنسټ ادغام طرحه کوي .
  خو دجمهور رييس مرستيال دسيد جمال الدين افغان دارالمعلمين او دهېواد په کچه  په ټولو ښوونکو پورې داړوندو ستونزو په څيړنې ټينګار وکړ چې دښوونکو داداري نظام  سازمان ورکول ديوې دقيقې پاليسي  تدوين ته اړتيا لري چې وکولاى شو په رڼا کې يې دمعقول او منطقي حل په لارې برلاسې شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته