سیاست

فضل هادي مسلميار په کابل کې د تاجکستان له سفير سره وکتل

کابل -دجوزا ١٣
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميارنن په کابل کې دتاجکستان جمهوريت له سفير شراف الدين امام سره وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه سفير مسلميارته د تاجکستان د جمهور رييس دسلامونو او پيغام په وړاندې کولو سره ددغه هيواد د وروستيو دوو لسيزو د برياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او وې ويل چې په يولړ انکشافاتو سربېره نږدې څلور زره پنځه سوه جوماتونه او څه دپاسه يوزرو پنځه سوه ښوونځي په نړيوال معيار سره په تاجکستان کې جوړ شوي دي او د امام اعظم (رح) د ستر جومات د جوړيدو کار مخ په پاى ته رسيدو دى چې دهغه د پرانيستلو په مراسمو کې به د افغانستان او د سيمې عالمانو ته دګډون بلنه ورکړاى شي.
ده افغانستان يو ښه ګاونډى او باوري شريک وباله او د انرژي او د دواړو هيوادونو ترمنځ د څو پلونو دجوړولو په برخه کې يې د خپل هيواد د همکاريو يادونه وکړه.
دتاجکستان سفير زياته کړه: اته تنه تاجکان دافغانستان په  جيلونوکې بنديان دي چې د دوى د نسبتي دوسيو په بشپړيدو سره به له هغوسلو تنو بنديانو سره چې په تاجکستان کې بنديان دي ، د بنديانو د استرداد د موافقه ليک له مادو سره سم تبادله شي.
د مشرانو جرګې رييس د تاجکستان د همکاريو په ستاينې سره په دغه هيوادکې د بېلابېلو برخو د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او وې ويل چې زموږ خلک او دولت د يو ښه ګاونډي په توګه د تاجکستان د آزادي او پرمختګ هرکلى کوي او ځينې ګاونډيان چې د افغانستان په کورنيو چاروکې لاس وهنه کوي؛ بايد له دې کار څخه لاس وا خلي. ځکه نارامۍ او بدمرغۍ د سيمې او نړۍ په ګټه نه ده او ټينګار يې وکړ چې تاجکستان د دريمګړى هيواد په توګه کولاى شي په افغانستان او سيمه کې د سولې په ټينګښت او تا مينولوکې اغيزمن رول ولوبوي.
د مشرانو جرګې رييس دغه راز دافغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ په غځولوسره د تاجکستان او ترکمنستان پيوستون د سيمې د هيوادونو په اقتصادکې ګټور وباله او ژمنه يې وکړه چې د سفير له خوا طرحه شوې موضوعګانې او دتاجکستان د اتباعو دنسبتي دوسيو دڅيړنې د کار ګړندي کول به د افغانستان له جمهور رييس او د دغه هيواد له سترې محکمې سره طرحه کړې.
دغه راز فضل هادي مسلميار د ملي اقتصادي، مالي او بودجې د کميسيون په وړانديز په داسې حال کې چې د دغه کميسيون رييس مولوي عبدالوهاب عرفان هم حاضرو؛ د سوداګرۍ اوصنايعو وزارت د نفتي توکو او اوبلن ګاز رييس فريدالله شيرزي يې د ستاين ليک په ورکولو سره وهڅاوه اودغه راز دشمال زون د حج او اوقافو رييس حيات الله قاري زاده ته يې د سنا مجلس ستاينليک ورکړ او د برياليتوب هيله يې ورته وکړه.
دغه راز د سنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار دپوهنې وزارت د عمومي تعليماتو له رييس محمدنعيم بهين او ددغه وزارت له ځينو مسوولينو سره وکتل.
په دې کتنه کې دغو مسوولينو د پوهنې په برخه کې د پرمختګونو په يادونې سره وويل چې په دې وروستيو وختوکې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې او دجاپان له مالي مرستې څخه دپنځوسو مليونو په  لګښت  په کابل ښارکې پنځه ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي او نږدې دولسو زرو تنو زده کوونکو چې ترخيمو لاندې يې زده کړه کوله ، له دې وروسته به په يو مناسب چاپيريال کې زده کړه وکړي.
دوى زياته کړه: همدا اوس په هيوادکې نږدې څوارلس نيم زره دولتي ښوونځي او څه ناڅه شپږ سوه خصوصي ښوونځي شته چې څه دپاسه اته مليونه تنه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.
ايزديار د پوهنې وزارت دعمومي تعليماتو د رييس او دهغه د ملګرو د کړنو اوفعاليتونو دستاينې په ترڅ کې د يوې ټولنې ترقي اوپرمختګ د پوهنې دپراختيا او پرمختيا په کچې پورې اړوند وباله.
دغه راز دکابل د هوايي ډګر دلويديځې ساحې يو شمير سپين ږيرو خپلې سيمه ييزې ستونزې د مشرانو جرګې له لومړي نايب سره طرحه کړې او د هغوى دغوښتنو دڅيړنې او په تيره بيا په دغې ساحه کې د حضرت ادريس (ع) د جامع جومات د جوړولوپه لاره کې د مشرانو جرګې د همکاري غوښتنه وکړه.
دمشرانو جرګې لومړي نايب ژمنه وکړه چې د دغې ساحې د جومات د جوړولو او د دوى د نورو غوښتنو د پوره کولو په لاره کې به د مشرانو جرګې د کميسيونونو او د اړوندو مراجعو له لارې اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته