ټولنه

له يو زرو اته سوه کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه

په پکتيا ولايت کې  نن په يو زرو اته سوه سيلاو ځپلو کورنيو خوراکي توکې وويشل شول.

دغه خوراکي توکي دپکتياولايت له پيښوسره دمبارزي  دتياري رياست له خوا په زيانمنو شويو کورنيو وويشل شول.

 دپکتيا ولايت له پيښوسره دمبارزي دتياري داداري رييس ډاکترعليشاه موسوي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو توکو کې غنم، غوړي  او دال شته  چې دنړۍ دخوړو  پروګرام  له خوا په واک کې ورکړشوي دي.

خبرځاى زياته کړه  په هرې کورنۍ  يوسلو پنځوس کېلوګرامه غنم،  اتلس کېلو دال او يوولس کېلوغوړي وويشل شول.

دترسره شوي سروي له مخې ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې څه دپاسه شپږ زره کورنۍ  دسيلاو له امله زيانمني شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته