امنیت

طالبانو ته دالفتح عملياتو په پيل سره دسر درانده زيانونه اوښتي دي

کابل / دوري دمياشتې ٢٧نيټه:    
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د هېواد په شمال ولايتونو کې نن  وسله والو طالبانو ته د سر درانده زيانونو داوښتو خبر ورکړ.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ په هغې اعلاميه کې چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له خوا خپره  شوې ده ويل شوي دي چې دطالبانو دپسرلني عملياتو دپيل په دريو ورځو کې دطالبانو دپنځلسو قوماندانانو په ګډون ١٧٩ تنه تروريست طالبان دهېواد د امنيتي  او دفاعي   ځواکونو له  خوا وژل شوي دي او ٧٩ تنه نور تروريستان  ټپيان شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي دي  چې دغو طالبانو ته  د  کندز ، بغلان ،  بدخشان،سرپل ، جوزجان ،. بلخ او فارياب ولايتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
په اعلاميه کې ويل شوي دي  په وروستيو دريو ورځو کې دوسله والو طالبان دسوق        او ادارې په څو مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي او له منځه وړل شوي دي او دغه راز ددوى يوه زياته اندازه  جنګي وسايل دپوځيانو  لاسته ورغلي دي.
ويل کېږي چې په  دغو جګړو کې اووه  تنه پوځيان شهيدان او  يوولس تنه نور ټپيان           شوي دي .                                                              
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته