امنیت

په پکتيا کې د بم چاودنې پنځه پوځيان او يو ملکي وګړى ټپيان شول

کابل / د وږي ٨ مه / باختر
په پکتيا کې د پوځيانو پر کاروان چاودنه کې ٥ پوځيان او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
بم د ګردېز ښار په يوه واټ کې ځاى پرځاى شوى و چې نن له غرمې مخکې د پوځيانو د کاروان د تېرېدو په وخت کې وچاودېد.
د تندر قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملي اردو ٤ سرتېري، د ملي امنيت يو کارکوونکى او ملکي وګړى ټپيان شول.
هغه وويل چې په چاودنه کې د پوځيانو يو رنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
په پکتيا کې د روغتون ډاکټرانو د څه ناڅه دوو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بللى دى.
تراوسه هېچا يا کومې ډلې د دغې بم اېښودنې مسووليت نه دى منلى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته