امنیت

د راين کورپ لوژستيکي شرکت : زموږ درې تنه کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي .

کابل باختر د وږي  دريمه :
  هغ دريو  تنو بهرنيو اتباعو چې  دکابل ښار دمکروريانونو په ساحه کې  دشنبې دورځې  په ځانمرګي بريد کې  ووژل شول  دراين کورپ  لوژستيکي شرکت ته  کار کاوه .
دباختراژنس دخبرله مخې دراين کوپ شرکت چې يو امريکايي شرکت دى اعلام وکړ چې ددغه شرکت درې تنه کارکوونکي په کابل  کې دشنبې دورځې په ځانمرګي بريد کې ووژل شول .
دغه درې تنه دمک ايواى ،  بري سوتون او دکاري واجه په نومونو بلل شوي دي چې لومړنى يې ددغه شرکت مرستيال و .
په کابل کې دشنبې دورځې په ځانمرګي بريد کې ددغو دريو تنو په  ګډون يوولس تنه افغانان هم ووژل شول او څه ناڅه سل  تنه نور ټپيان شول  چې ښځې او ماشومان هم ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .
طالبان ددغې پيښې عاملين بلل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته