فرهنګ

په کندز کې دکتاب نندارتون پرانستل شو.

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

په افغانستان کې دکتاب داوونۍ له پيل کيدوسره جوخت نن داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دپيغام په لوستلو سره  په کندز ولايت کې دکتاب نندارتون پرانستل شو.

 په دې نندراتون کې دافغان خپرونکوله خوا دکندزولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست په همکارۍ په سياسي ، ټولنيزو ، اقتصادي ،فرهنګي اومعلوماتي برخو کې څه دپاسه دوه زره ټوکه کتابونه ننداري ته وړاندي شوي دي .

دکندزولايت سرپرست  حميدالله دانش باختراژانس ته وويل  چې دغه نندارتون دکتاب داوونۍ په مناسبت اودکتاب لوستلو  فرهنګ دودې په مقصد جوړشوى دى .

ددغه نندراتون دپرانستلو په غونډه کې  له همدې امله  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام هم ولوستل شو .

ډاکتررهين په دې پيغام کې دکتاب لوستلو دفرهنګ دودې اوپراختيا په ارزښت باندې ټينګار وکړ اوله کندزي ځوانانو څخه يې وغوښتل چې لوړي پوهي ته درسيد اودافغانستان دترقي په خاطر دى  دمطالعي فرهنګ بنسټيز کړي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمطالعي اوکتاب لوستلو دفرهنګ دودې لپاره دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ  دکتاب داوونيزې په نامه نومولې ده.

په دى اوونۍ کې  افغان خپرونکي خپل اثار دهيواد په بيلابيلوسيمو کې ننداري ته وړاندي کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته