ټولنه

له درې سوه کورنيو سره مرسته وشوه

کابل   باختر دوږي دمياشتې  اولسمه نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې له درې سوه اړو او له پاکستان څخه له راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه.
له هرې کورنۍ سره  شپږ زره اووه سوه افغانۍ نغدې پيسې او دخوراکي توکو مرسته شوې ده.
دننګرهارولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې دغه مرستې دمرستندويو بنسټونوله خوابرابرشوي وو.
ده وويل  چې له اړو اوله پاکستان څخه له راستنو شويو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته