امنیت

څلور تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

-کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٦
د داعش د ډلې څلور تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو نن سهار په اچين ولسوالۍ کې بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه هوايي بريدکې څلور تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل داعشيان په ترورستي فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دپوليسو دغه قوماندان وايي: په ننګرهارکې د داعشيانو په سنګرونو پوځي عمليات او هوايي بريدونه د دغې ډلې غړي او تروريستي فعاليتونه لږ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته