امنیت

په کاپيسا کې د شپږو تنو ډاراچوونکو وژل کېدل

محمودراقي  باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نېټه :؛
شپږ تنه ډاراچوونکي پرون په  کاپيسا ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  وياند شيرآقا فقيري باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ډاراچوونکي  د دغه ولايت دنجراب ولسوالۍ په دره افغانيه  او پچغان په ساحو کې  دافغان پوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
فقيري زياته کړه چې، په دغو عملياتو کې څلور تنه ډاراچوونکي ټپيان شول.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته