خبرونهسیاستاقتصادTOP

له پاکستان څخه د افغانستان غوښتنه؛ د محدودیتونو د وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو برابرولو هڅې وکړئ

کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر

د افغانستان د مالیې وزارت، د یوې اعلاميې په خپرولو سره، له پاکستان څخه غوښتي چې د محدودیتونو وضع کولو پر ځای دې د اسانتیاوو برابرلولو هڅې وکړي.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په اعلامیه کې ویل شوي دي: په دغو وروستیو کې د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري د ترانزیټ د نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي اموالو یو لړ محدودیتونه لګېدلي، چې افغان سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

اعلامیه زیاتوي: د افغانستان مالیې وزارت د ترانزیټ په برخه کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له مبدا ګمرک څخه تر مقصد ګمرک پورې زماني معیاد له (پنځه ورځو څخه لس ورځو) ته زیات کړی، مالي جریمې معاف شوې او د هېواد ټولو ګمرکونو ته لارښوونه شوې، چې د ترانزیټي اموالو ګمرکي طی مراحلو ته لومړيتوب ورکړي.

مالیې وزارت دغه راز له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د نړیوالو ترانزیټي اصولو له مخې، د افغانستان له ترانزیټي اموالو سره ورته عمل وکړي او د محدودیتونو د وضع کولو پر ځای دې د اسانتیاوو برابرولو هڅې وکړي چې د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډيتوب په فضا کې دواړه هېوادونه مثبتې سوداګریزې اړیکې ولري.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا