روغتیا

د ننګرهار په يوه لرې پرته سيمه کې يو روغتون جوړ شو

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې يو روغتون پرانيستل شو.
دغه ٣٠ بستريز روغتون د داخلې، جراحي ،ماشومانواو د نسايي او ولادي څانګې لري.
دغه روغتون د حکومت له خوا د يو ميليونوڅلور سوه زرو افغانيوپه لګښت جوړ شوى دى.
د ننګرهار دعامې روغتيا رييس ډاکتر نصير احمد دراني باختراژانس ته وويل چې د دغه روغتون په جوړولو سره د سيمې اوسيدونکو په تېره بيا ناروغانوته زياتې اسانتياوې برابرې شوي دي.
هغه وويل: دغه روغتون د اړتيا وړ په طبي وسايلو سمبال دى او روغتيايي کارکوونکي هم پکې ګومارل شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته