سیاست

دکورنيو چارو وزير: دګرمسير ولسوالۍ له مشرانو سره په کتنه کې له پوليسو سره دخلکو په همکارۍ تينګار وکړ

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٩:
دهلمند ولايت  دګرمسير ولسوالۍ قومي مشرانو  دکورنيو چارو له وزير سره په کتنه کې  ددغې ولسوالۍ  دپوليسو په جوړښت کې داصلاحاتو اودسيمه ييزو پوليسو  دسمبالولو غوښتنه وکړه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد دغه وزارت ته دهلمنددمشرانو دراتګ له امله قدرداني وکړه اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې  دهلمند دامنيت په تامينولو کې له دولت سره همکاري وکړي  اوتروريستي ډلو او  جنايتکارو بانډونو ته اجازه ور نه کړي چې  حالات ګډوډ کړي اوپه نورو برخو کې دهلمند دپرمختګ او ترقۍ مخه ونيسي .
دکورنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې دافغانستان دولت  اودکورنيو چارو وزارت  اراده لري چې په ټولو ملکي او نظامي برخو کې  غوره او لايق کسان په کار وګوماري خو دهېواد په ځينو سيمو کې  دامنيتي حالت نه مساعدوالى ددې سبب شوى دى چې دغه هدف ترسره نه شي  اوله دغه فرصت څخه په استفادې سره   استفاده غوښتونکي او بېکاره  کسان او اشخاص ددولت په  چوکاټ کې ځاى ونيسي  او دخلکو دځورونې سبب شي .
ده په دې برخه کې د خلکو دزغم او همکارۍ غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ که چېرې  دخلکو په همکارۍ امنيتي حالت ښه والى ومومي په ټولو برخو کې به پرمختګ وشي .
دکورنيو چارو وزير دګرمسير ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې 
ددوى غوښتنو او وړانديزونو ته  په جدي توګه پاملرنه کيږي.
دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ قومي مشرانو  له امنيتي ځواکونوسره دهمکارۍ او له دولت سره دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې ددغې ولسوالۍ دپوليسو په تشکيلاتي جوړښت کې دځينو بدلونونو غوښتنه وکړه اودغه راز ځينو هغوستونزو او ناخوالو ته په اشارې سره  چې ددغې ولسوالۍ په سيمه ييزو پوليسوکې شته ،ددغو ځواکونو دسمبالولو اووسله والو کولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته