امنیت

درې تنه بنديان له جيل څخه وتښتيدل .

کابل باختر دوري پنځلسمه :
درې تنه بنديان  تيره شپه دسمنګانو ولايت له جيل څخه وتښتيدل .
دسمنګانو ولايت امنيتي مقامات وايي درې تنه بنديان چې دقتل او وژنې په جرم دسمنګانو په  جيل کې بنديان  وو دشپې له تورتم  څخه په کار اخيستو سره له جيل څخه وتښتيدل .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد باقر مسعود باختراژانس ته وويل  دغه درې تنه بنديان چې محمد ظاهر ، نعمت الله او نصير احمدنوميږي او دقتل په جرم هريو له لسو څخه تر اتلسو کلونو پورې په بند محکوم شوي وو . په چړې  سره داغزن سيم په غوڅولو سره له جيل  څخه تښتيدلي او دتيښتې په حال کې  جيل ته څيرمه دپوليسو له کزمې سره  مخامخ شول چې يوتن يې دپوليسو له خوا نيول شوى او دوه تنه تښتيدلي دي .
ددوو تښتيدلو بنديانو دنيولو لپاره  ددغه ولايت  دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا  دپلتڼې  عمليات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته