
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
ددنمارک هېواد دمهاجرينو دټولنې له خوا په تخار ولايت کې له نږدې ٥٠٠ بيځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
دتخار ولايت دمرستيال محمد فريد ذکي دباختراژانس خبريال ته وويل چې له هغو ٥٠٠ کورنيو سره چې ددولت دمخالفينو دناامنۍ ، ظلم او ستم له امله دکندز ولايت ددشت ارچي له ولسوالۍ څخه بيځايه شوي وو او ددغه ولايت دبهارک ولسوالۍ ته يې کډه کړې ده نغدي مرسته وشوه .
ذکي وويل چې هرې کورنۍ ته دولس زره افغانۍ ورکړى شوي دي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې له هرې بيځايه شويو کورنيو سره دتخار ولايت دمقام او په دغه ولايت دمرستندويو دفترونو له خوا نغدي او دخوراکي توکو مرستې وشوې .