امنیت

په فراه کې شپږ تنه د غلا په اړوند ونیول شول

کابل / د زمري ۳ / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې پولیسو پرون مازیګر۶ تنه په دغه ولایت کې د غلا په اړوند ونیول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند باخترآژانس ته وویل چې دغه غله کله چې د فراه ښار په شاه بازارساحه کې د سرو زرو په یو دوکان کې ننوتل د دوکان مالک يې د تومانچې په ډزوسره ټپي کړ او وروسته ۲ کیلوګرامه سره زر، ۵۰۰ زره افغانۍ غلا کړل .
هغه زیاته کړه چې د فراه د امنیې قوماندانۍ پولیسو د دغه ولایت د ملي امنیت د ریاست په همکاری د یولړځانګړو عملیاتوپه پایله کې دغه کسان ونیول.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، له نیول شویوکسانوڅخه یوه اندازه سره زر، نغدې پیسې ، ۵ سيټ موبایلونه ، یو کلاشینکوف له ۳ شارژونوسره یوه پرتله ، ۴ تومانچې ترلاسه شوي دي.
د فراه والي مسعود بختور د ملي امنیت او د امنیې قوماندانۍ له منسوبینوڅخه مننه وکړه او د فراه خلکوته ډاډ ورکړ چې سیمه ییزه اداره د دغه ولایت د اوسېدونکو د مال او ځان د امنیت د تامنیولو لپاره له هیڅ ډول هلوځلوڅخه ډډه نه کوي.
د یوبل خبرله مخې، د فراه د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې پولیسو نن یوسړی د فراه په چارباغ ساحه کې د نشه يي توکو د پلورلوپه اړوند ونیوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته