خبرونهTOPروغتیا

له پنځه کلنۍ څخه ښکته ٩،٩ ميليونه ماشومان د پوليو ويروس پر وړاندې واکسين کيږي

کابل، د وږي٢٨مه، باختر

د عامې روغتيا وزارت د اړوندو نړيوالو بنسټونو په همکارۍ نن د هېواد په ټولو ولايتونو کې د پوليو واکسين سراسري کمپاين پيل کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کمپاين څلور ورځې دوام کوي او په دې موده کې ټاکل شوې ده له پنځه کلنۍ څخه ښکته ٩،٩ ميليونه ماشومان د پوليو ويروس پر وړاندې واکسين شي.

دا په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د پوليو واکسين د تطبيق ۸ پړاو دی، چې مخکې له دې شپږ سراسري کمپاينونه او يو فرعي کمپاين په هېواد کې په برياليتوب سره پلي شوي، چې د پوليو ويروس د ګرځېدنې په کنټرولولو کې ښې پايلې لرلې.

افغانستان اوس د بل هر وخت په نسبت د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوى، او د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې د کونړ او پکتيکا له ولايتونو څخه د پوليو د دوو مثبتو پېښو رپوټ ورکړل شوى، چې د تېرو کلونو په نسبت د کتنې وړ کمښت ښيي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په دې اړه وويل؛ د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د عامې روغتيا له سترو او مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کيږي، چې د اسلامي امارت  په بيا برياليتوب سره د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه د هېواد کوټ کوټ ته د روغتيايي کارکوونکو لاسرسی ښه شوى دى او په يو کال کې د تېرو کلونو په نسبت د پوليو په مثبتو پېښو کې د کتنې وړ کمښت راغلى دى.

هغه وويل اوس هم زياتو هلوځلو ته اړتيا ده چې خلک او د ټولنې مشران د پوليو د له منځه وړلو پروګرام  له کارکوونکو سره زياته همکاري وکړي چې له پنځه کلنۍ څخه ښکته ټول ماشومان د کمپاين په بهير کې واکسين او وقايه شي او د دغې ناوړې ناروغۍ ټغر د تل لپاره  له هېواد څخه ټول شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده  چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په واسطه د مخنيوي وړ ده، هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شي د دايمي فلج او يا هم د هغوى د مړينې سبب کېږي.

د عامي روغتيا وزارت له ټولو سيمه ييزو مسوولينو، قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او له ميندو او پلرونو غواړي چې د دې کمپاين په بريالي توګه تطبيقولو کې د پوليو واکسين له کارکوونکو سره همکاري وکړي، چې دغه ناروغي د واکسين د تطبيق له لارې د تل لپاره له افغانستان څخه محوه شي.

د يادوني وړ ده چې افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ په کچه هغه هېوادونه دي، چې د پوليو له ويروس څخه خلاص شوي نه دي او دغه هېوادونه د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په لاره کې زياتو هلوځلو ته اړتيا لري.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا