سیاست

دتورخم بندر بيا پرانستل شو .

کابل باختر دوري شپږمه
دپاکستان سرحدي مامورينو دتورخم بندر بيا دمسافرانو  او دافغان سوداګرو دمالونو پرمخ پرانست .
  دغه بندر چې دافغانستان يو ډير ستر بندر بلل کيږي  پرون دپاکستاني پوځيانو له خوا  دڅو ساعتونو لپار ه تړل شوى و .
دافغانستان په ختيځ کې دافغان سرحدي پوليسو يو مقام محمد ايوب حسين خيل باختراژانس ته وويل: دپاکستان امنيتي مامورينو ددوى له دغو نښتو وروسته ددغه بندر بيا په پرانستلو اقدام کړى دى .
دباختراژانس خبريال غالب ګلستان وايي پاکستاني سرحدي ساتونکو دافغانستان دسرحدي مقاماتو له غوښتنې وروسته دخيبر همغږۍ په نامه ديوې کميټې له لارې دتورخم بندر له بيا پرانستلو سره موافقه کړې ده .
دخيبر دهمغږۍ کميته چې دافغانستان او پاکستان سرحدي مقامات پکې شامل دي دسرحدي ستونزو دڅيړنې او په تيره بيا دتورخم بندر دکنترول لپاره جوړه شوې ده .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په اوس وخت کې دتورخم بندر له لارې دتجارتي مالونوليږدونه او د مسافرانو تګ راتګ له سره پيل شوى دى .
په همدې حال کې پرون په زرګونو تنه افغانان چې ددرملنې لپاره پاکستان ته روان و دتورخم بندر دتړل کيدو له امله له زياتو ستونزو سره مخامخ شول .
داپه داسې حال کې ده چې په کابل کې دپاکستان سفارت او په افغانستان کې ددغه هيوادنورسياسي دفترونه دمراجعينو دشمير دزياتوالي په پام کې نيولو سره افغانانو ته دويزې دغوښتنې دڅيړنې ځواکمني نه لر ي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته