کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
څلورماين جوړونکي وسله وال طالبان په هلمند کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په نهرسراج ولسوالۍ کې د هغوى په پټنځي کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندان باختر آژانس ته وويل: د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان په ماين جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: په بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو پتڼځاى هم ويجاړ شوى دى.
د يو بل خبرله مخې: په هلمند کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه ١٠ماينونه کشف او شنډکړل. د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاىجذ