ټولنه

پوهاند محمود سوما دغربت په ټاټوبې کې وفات شو .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
دلوړو زده کړو وزرات ددغه وزارت دپخواني وزير  پوهاند محمود سوما دمړينې  خبر ورکړ .  دکابل پوهنتون   دساينس  دپوهنځي يواستاد او دهيواد دلوړو زده کړو پخوانى وزير پوهاند محمود سوما دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه دغربت  په ټاټوبې کې وفات شو .
دباختراژانس دخبر له مخې  ارواښاد پوهاند محمود سوما دعليم ګل زوى په ١٣١٠ هجري لمريز کال کې دخوست ولايت دمتون په کجبرې  کلي کې وزيږيد  لومړى زده کړې يې دخوست په لومړنۍ  ښوونځي  کې او وروسته په غرغښت ليسه کې ترسره کړې او منځنۍ او ثانوني زده کړې يې په کابل دارلمعلمين  کې بشپړې کړې.
ده دليسانس په سويه  لومړي زده کړې د بيروت په امريکايي پوهنتون کې ترسره کړې او هيواد ته له راستنيدو وروسته په کابل دارلمعلمين کې دښوونکي په توګه وټاکل شو .
ارواښاد په ١٣٤٣ کال کې دماستري ديپلوم  دامريکا له هيواد څخه ترلاسه کړ او هيواد ته له راستنيدو وروسته دکابل پوهنتون دښوونې او روزنې په پوهنځي  اوکيميا ديپارتمنت کې داستاد په توګه وټاکل شو .
پوهاند محمود سوما له ١٣٥٧ کال څخه تر ١٣٥٨ کال پورې دلوړو زده کړو دوزير په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
اروښاد زياتې څيړنې وکړې او دهيواد ښوونځيو ته دکيميا  ددرسي کتابونو په تدوين کې مهمه ونډه لرله .
دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت او دکابل پوهنتون استادان، محصلان او منسوبين دپوهاند محمود سوما مړينه دهيواد دلوړو زده کړو په برخه کې  يوه ستره ضايعه بولي او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دمغفرت  او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته