کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٥
د فوټبال انتخاباتي سيالۍ سبا په کابل ولايت کې پيليږي.
د فوټبال فدراسيون ويندوى علي کاظمي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د هيواد د اتو ولايتونو د ټيمونو په ګډون د يوې اوونۍ لپاره دفوټبال فدراسيون په جمنازيوم کې ترسره کيږي او په پاى کې د ملي ټيم لپاره غوره څيرې انتخابيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ