سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه کې ګڼې مسلې وڅيړل شوې

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  په مشرۍ دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست  دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
لومړۍ دکابينې پنځو  تنو نويو وزيرانو هريو دبهرنيو چارو وزير ضراراحمدعثماني ، دکانونو اوپطروليم  وزير محمداکبربارکزي ، دانرژۍ او اوبو وزير محمدعارف نورزي ، دنشه يي  توکوپرخلاف دمبارزې دچارو وزير دين محمدمبارز راشدي  او دسو داګرۍ او صنايعو وزير شاکر کارکر چې په دې وروستيو وختو کې يې دافغانستان داسلامي جمهوريت  له ولسي جرګې څخه دتائيد رايې  اخيستي دي  دافغانستان داساسي قانون د٧٤ مادې له صراحت سره سم د جمهوررييس اودکابينې دغړو په وړاندې دلوړې مراسم پرځاى کړل.
دوزيرانو شورا نويو  وزيرانو ته دمبارکۍ دويلو په ترڅ کې دلوى  خداى  (ج) دربار څخه دچارو په ترسره کولو کې   ددوى دزياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
وروسته  په لوګرولايت کې دکانکور دآزموينې دلغوه کيدو په اړوند ددغه ولايت  دليسو دفارغانو شکايتونه  غونډې ته طرحه شول .
دوزيرانو شورا دلوړو زده  کړو وزير موظف  کړ  چې موضوع دې په  جدې توګه وڅيړي  اوپه نورو ولايتونو کې ددغه شان موضوع دتکرار مخه ونيسي او دنتيجې په باب دې د جمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته  دپوهنې وزير  دکاپيسا ولايت  دقدرت الله شهيد دليسې داووم ټولګي دزده کوونکي تواب الله  دمدثر دزوى شهادت چې له اړوندې ليسې څخه د ١٣٩٣تعليمې کال  ددرسي کتابونوله اخستلو وروسته  خپل کور ته دروانيدو په لاره کې  دملي اردو دپوستې له خوا دډزو له امله شهيد شوى دى، غونډې ته طرحه کړ او په  جدي توګه دقضيې دڅيړنې غوښتنه يې وکړه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس په ټيلفوني اړيکه کې  دقضيې
جريان دمقتول له پلار څخه واوريد او دملي دفاع او دکورنيو چارو وزيران يې  موظف کړل  چې ددغې پيښې مسببين دې ډير ژر ونيسي  اودقانون منګولو ته يې وسپاري .
په همدې ترتيب دوزيرانو شورا  دترانسپورت او هوايي چلند وزير موظف کړ  چې  دخوست ولايت  دهوايي ډګر  دپروژې دکار دپرمختګ بهير له نږدې وڅيړې او دنتيجې په باب دې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ  وړاندې کړي.
دوزيرانو شورا  دښارجوړولو دچارو دوزير له وړانديز سره سم دماليې  او دښار جوړولو د چارو وزيران  موظف کړل  چې دکور جوړولو دتصدى داحياکولو په برخه کې دې  دفدراتيفې روسيې دکمپنۍ دوسايلو  او تجهيزاتو دګمرکي پړاونو دبشپړولو ستونزه ډير  ژر  حل کړي .
له  اجنداسره سم  دجمهوري رياست په  چوکاټ کې دپاميراتو دپرمختيا دادارې دجوړولو  په اړوند دبدخشان ولايت دپامير  سيمه ييزې ستونزې ، دتابعيت دتذکرې ويش ، درايې ورکولو دکارتونو  ويش ، دکوچنيو او سترو پاميرونو دسړک سروې ، ډيزاين او جوړول  په سترو او کوچنيو پاميرونو کې ددريو ښوونځيو اوليليو  جوړول  او  دمناره او غجير په سيمه کې په کوچني پامير کې  ددريو روغتيايي کلينيکونو جوړول اودارغناق په سيمه کې  په ستر پامير کې ديو روغتيايي کلينيک  جوړول ، دسترو او کوچنيو پاميرونو روغتيايي مرکزونو ته دلازم درمل ليږل ، سترو او دسترو کوچنيو پاميرونو خلکو ته دخوراکي توکوليږل  او ډاکترانو او ښوونکو ته مناسب معاش ورکول  په داسې حال کې چې ددوي دوه تنه استازي حاضر و،  غونډې ته  طرحه شول .
وروسته  اړوندو وزيرانو  دخپلو کړنو په باره کې غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
دوزيرانو شورا دکليو دبيا  جوړولو  او دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزيرانو موظف کړل  چې طرحه شوي ستونزې دې په ډير لنډ ممکن وخت  کې له اړوندو  وزيرانو سره هماهنګې او حل کړي او دنتيجې په باب دې دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .
په همدې ترتيب   د دوو روغتيايي کلينيکونو او ديو بل  روغتيايي مرکز دجوړولو 
او دپاميرونو دروغتيايي مرکزونو دډاکترانو دمعاشونو دزياتوالي په باب دعامې روغتياي وزارت وړانديز چې دلسو مليونو څلور سوه ديرشو زرو افغانيو غوښتنه پکې شوې وه  تصويب کړ، او دملي دفاع وزارت يې موظف کړ  چې يو امبولانس دې دعامې روغتيا  وزارت په همکارۍ پاميرونو ته وليږدوي  او نور اړونده وزارتونه  موظف دي  چې دپاميرونو دستونزو دحل کولو په اړوند دې خپل پيشنهادونه  دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي او دماليې وزارت دې پيشنهاد شوې پيسې  تدارک  او داړوندو وزارتونو په واک کې يې ورکړي.
وروسته  يو کيلو واټ بريښناله لسوافغانيو څخه  دصنعتي ساحو له مخې يو کيلوواټ  په شپږو  افغانيو له تجارتي ساحو سره سم   دواټونو  اوپارکونو دروښانولو دبريښنا دلګښت د محاسًبې دتنزيل په باب  دکابل ښاروالۍ  دوړانديز په اړوند داقتصادي کميټې د ١٣٩٢ کال  دتلې دمياشتې  د ٢١ نيټې  نهمه ګڼه پريکړه   داقتصاد دوزير له خوا غونډې ته طرحه شوه چې دتصويب وړ وگرځيده.
داجندا په بله برخه کې  دحکومتوالۍ دبهير او دولسوالۍ دپرمختيا  دبهير دښه والي پاليسي  دکليو دبيا جوړولو  اوپراختيا  دوزير له خوا غونډې ته طرحه شوه او څرگنده شوه چې دغه طرحه   دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان له لارښوونې سره سم
له اړوندو وزارتونو او اداروسره  په لازمه  همغږي کې برابره شوې ده .
دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته  دحکومتوالي او  دولسوالي او کلي دپرمختيا دبهير دښه والي پاليسي  او دولسوالۍ دهمغږۍ دشورا  دکړو وړو دڅرنګوالي  طرزالعمل تصويب کړ او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت او نور اړونده وزارتونه يې  دهغوپه تطبيقولو موظف کړل .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا دوه مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه او  دتائيد وړ وگرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته