امنیت

د ونو دغوڅولو اوبهرته دهغو دقاچاقو له امله انديښنې .

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دکونړ ولايت يوشمير  اوسيدونکي دځنګلونو دغوڅولو او پاکستان ته دهغو د قاچاقو له امله  انديښنه کوي او وايي که چيرې  له دغه ولايت څخه دلرګيو د قاچاقو مخه ونه نيول شي دکونړ ولايت ځنګلونه به له منځه لاړ شي .
دوى دکونړ ولايت له سيمه ئيزې ادارې او دمرکزي حکومت څخه ددغې ستونزې د حل کولو غوښتنه کوي .
ديادونې وړ ده چې ددغه ولايت داسمارو ،  پيچ درې  ، نورګل او دکرنګل په سيمو کې موقعيت  لري چې په وروستيو کلونو دځنګلونو دونو په غوڅولو سره دنابودې په حال کې دي .
په همدې حال کې دکونړ والي وحيد الله کليمزى  وايي چې ټاکل شوې ده چې په دغه ولايت کې په زر جريبه ځمکه کې شپيته زره نيالګي  کيښودل شي چې دکونړ  دځنګلونو په وده کې ګټور دي
دکونړ والي زياته کړه: سره له دې چې دکونړ سيمه ئيزه اداره  نه دى بريالى شوى چې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې دځنګلونو دغوڅولو او له هېواد څخه بهر ته دلرګيو دقاچاقو  مخه ونيسي خو اوس هم د امنيتي دليلونو له مخې  له دغه ولايت څخه لرګي قاچاق کيږي .
دکونړ ولايت دځنګلونو دغوڅولو او دلرګيو د قاچاقو له امله ددغه ولايت دخلکو انديښنې زياتې کړې دي او دغه انديښنې دهرې ورځې په تيريدو سره جدي کيږي .
دکونړ  ولايت  يو تن اوسيدونکي فيض الله  دباختراژانس خبريال ته وويل دکونړ ولايت  ټول اوسيدونکي دځنګلونو  دغوڅولو او پاکستان ته دلرګيو دقاچاقو له امله انديښنه لري .
ده زياته کړه :دامنيت نشتوالى په دغه ولايت کې دځنګلونو دچارو دتنظيم دقانون داجرا کولو ځنډ شوى دى او دغه فرصت يې د ونو  دقاچاقو لپاره مساعد کړى دى .
فيض الله زياته کړه چې که چيرې له هېواد څخه بهر ته له دغه ولايت څخه دلرګيو دليږلو مخه ونه نيول شي  دګونړ ځنګلونه به ډير ژر له منځه يوړل شي .
  دځنګلونو نشتوالى چې دژوندانه چاپيريال ساتنې ته ارزښتناک دى دځمکو دګرمولو ډول ډول الوتونکي او حيواناتو دانقراض او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دبحران سبب کيږي .
  دژوندانه دچاپيريال ساتنې پوهان  ځنګل  د طبيعت فلتر بولي او دڅيړونکو  په نظر هر هکټار ځنګل دکال په بهير کې څه ناڅه  لسو تنو ته اکسيجن  توليدوي
په همدې حال کې په کونړ کې يوشمير مدني فعالان له دغې موضوع څخه  په انديښنې سره وايي که چيرې حکومت له کونړ څخه دلرګيو دقاچاقو مخه ونه نيسي ددغه ولايت ونې به ډير ژر له منځه  لاړ شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته