نړۍ

د ايران د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول

تهران باختر دليندي اته ويشتمه :
  د ايران دسپاه پاسداران درې غړي له پاکستان سره په سرحدي سيمه کې دچاودنې له امله وژل شوي دي او د ايران دحکومت يوې مخالفې وسله والې ډلې ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
دسيستان اوبلوچستان ولايت د والي امنيتي او ټولنيز مرستيال پرون وويل: د سراوان سرحدي ښارګوټي ته څېرمه په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين د سپاه پاسداران د مهندسي د برخې په کارکوونکو پورې اړوند د يو موټر د ختلو له امله ددغه موټر درې تنه سپرلۍ ووژل شوې .
دجيشن العدل په نامه ډلې پورې يوه اړونده ويب سايټ د يوې خبرتيا په خپرولو سره ددغې چاودنې مسووليت په غاړه اخستى دى .
په خبرتيا کې ويل شوي دي چې د دغې ډلې غړو له ريموټ کنترول ماين څخه په استفادې سره د سراوان په کشت ګان سيمه کې د سپاه پاسداران په انجنيرانو پورې په يوه اړوند موټر بريد وکړ او د سپاه پاسداران د يوه افسر اوجګپوړى مهندس په ګډون څو تنه سپرلۍ يې ووژلې.
په دې خبرتياکې زياته شوې ده چې پرونى بريد د ايران د اهل سنت او بلوڅو، کردانو او عربانو دمظلوموځوانانو دشهيدانو دغچ اخستنې دوام دى چې رژيم په دې وروستيو وختوکې په ډار وځړول .
د ايران او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمې په څو وروستيومياشتوکې د له تاوتريخوالي  ډکو عملياتو او له دولتي مامورينو سره د وسله والو کسانو د نښتو ډګر دى او جيش العدل ډله ددغو بريدونو مسوول بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته