کابل باختر د زمري نولسمه :
دبغلان ولايت دحضرت عمر بن خطاب ( رض ) په مدرسه کې نن دقران عظيم الشان دپنځوسو تنو قاريانو او عالمانو دفضيلت پګړي وتړل شوې .
دبغلان ولايت دنهرين په ولسوالۍ پورې اړوند دحضرت عمر بن خطاب ( رض ) مدرسې سرپرست مولوي حبيب الله دباختراژانس خبريال ته وويل : دا ددغې مدرسې اوومه دوره فارغان دي چې داتلسو تنو ديني عالمانو او دقران عظيم الشان ددوه ديرشو تنو قاريانو په ګډون پنځوس تنه پکې شامل دي چې د لازمو زده کړو وروسته يې دفضيلت پګړې وتړل شوې .
ده زياته کړه :له دغو فارغانو څخه دوه تنه يې دښځينه برخې قاريانې دي .
ديادونې وړ ده چې دعمر بن خطاب ( رض ) مدرسه په ١٣٨٥ کال کې دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې جوړه شوې ده او همدا اوس په دې مدرسه کې دښځو او نارينه و په ګډون اته سوه تنه شامل دي .
3 1 دقیقه لوستل