کابل باختر د وږي يوولسمه :
په سمنګانو ولايت کې نن په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير سمونمل عبدالقديرباخترآژانس ته وويل: دغه پيښه دسمنګانو ولايت مرکز ايبکو ښار د حسن خيلو په سيمه کې د دوو سراچه موټرونو د ټکر زيږنده ده چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او دڅلورو ښځو، څلورو نارينه و او پنځو ماشومانو په ګډون ديارلس تنه ټپيان شول .
په همدې حال کې د سمنګانو د روغتون رييس ډاکتر منصور باخترآژانس ته وويل چې د يو ټپي ښځې او د دوو ټپي ناروغانو روغتيايي حالت خراب دى او دبلخ روغتون ته ليږدول شوي دي .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير ددغې پيښې علت د وسايطو زياتوالى، د واټونو د سور کمښت او د چلوونکو بې احتياطي وبلله او له هغو چلوونکوڅخه چې په دې لاره کې تګ راتګ ګوي؛ وغوښتل چې ترافيکي قوانين په جدي توګه رعايت کړي.
0 1 دقیقه لوستل