سیاست

دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې دملګروملتو دصنعتي پراختيا دسازمان دستراتيژيکي همغږۍ او پلان له رييس سره وکتل .

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز دملګروملتو دصنعتي پراختيا دسازمان دستراتيژيکي همغږۍ او پلان له رييسې ميرمن  ايومي  فوجينو او له ملګري ټيم سره يې په ويانا کې دافغانستان دسفارت او ددايمي نمايندګۍ  په دفتر کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.ددغې کتنې موخه دملګروملتو دصنعتي  پراختيا دسازمان دهېوادني پروګرام دچوکاټ  په  اړوند چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره  لاسليک شي  ، خبرې او دمعلوماتو وړاندې کول دي .
  په دې کتنه کې فوجينو په افغانستان ددغه سازمان ددفتر د فعاليتونوپه باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې ډير ژر ، د ٢٠١٧ م کال  له پيليدو مخکې به دافغانستان لپاره نوى رييس او استازى معرفي شي .
ده دافغانستان  لپاره ددغه سازمان دهيوادني پروګرام دجوړښت په اړوند معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې ددغه پروګرام جزئيات دصنعت او سوداګرۍ  دسيالۍ په برخه کې دظرفيت  جوړولو  له لارې د ملي موسسو ملاتړ دهميشني  بديل معيشت  ، خوراکي امنيت او دخصوصي  برخې  دپراختيا له لارې دعايداتي  فرصتونو برابرول او دتخنيکي  اوحرفوي  زده کړو په ګډون دپوهنې په درسي  موادو کې دپانګونې او سوداګرۍ  معرفي کول شامل دي.
په دې کتنه کې دهېواد دبهرنيو چارو وزارت معينې  په افغانستان کې ددغه سازمان دفعاليتونو له امله قدرداني وکړه او دهېوادني پروګرام په باب يې وړانديز وکړ چې دغه پروګرام  دافغانستان دسولې او پراختيا دملي چوکاټ له صنعت او دافغانستان ددولت دنوي لومړيتوب له پنځو پروګرامونوسره په همغږي  کې چې په دې وروستيو وختو کې په بروکسل کنفرانس کې وړاندې شوي دي په پام کې ونيول شي .  دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې ټينګار وکړ چې دتخنيکي او حرفوي زده کړو په برخه کې دې بايد لومړيتوبونه وپيژندل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته