کابل باختر دوږي ٥:
په هلمند ولايت کې دناتو دځواکونو دهوايي بريد له امله دوسله والو طالبانو دري تنه قوماندانان زووژل شول .
ملا فضل الحق ، ملا عبدالولي مشهور په فاروقي او ملا شير محمد مشهور په ماشوم پرون کله چې د موسى کلا ولسوالۍ په شمال کې په خپل پټنځي کې و ، دناتو جنګي الوتکو له خوا پري بريد وشو او ووژل شول .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل چې دغو قوماندانانو په موسى کلا ولسوالۍ کې په زياترو تروريستي بريدونو او نا اراميو کې لاس درلود .
دهلمند ولايت سيمه ييز چارواکو هيله کوي چې دطالبانو ددغوقوماندانانو په وژل کېدو سره به په دغې ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ