سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابلباختر دچنګاښ دمياشتې١ نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا پرون مازیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې غونده وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د فراه، غزني، فاریاب، بدخشان، بغلان، کندز، بادغیس او سرپل ولایتونو عمومي وضعیت وارزول شو او په دغو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د دښمن د ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازم لارښونې صادر شول.
ورپسې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د اوربند پر مهال د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو په ضد د اجرااتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
دملي امنیت شورا د اوربند د دورې پر مدیریت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د اوربند پر مهال د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی ولري.
په پای کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وشوه چې هغه منسوبین او سرتېري دې تقدیر او وستایل شي چې  په کابل ښار کې یې د دوه تنو انتحاریانو په نیولو کې رول لوبولی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته