خبرونهفرهنګ

د بلخ رسانه يي مسوولينو خپلې ستونزې له والي سره شريکې کړې

٤١- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
د سيمه ييزو ملي او نړيوالو رسنيو د مسوولينو پنځمه غونډه په مزارشريف ښار کې د بلخ د والي په ګډون جوړه شوه .
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې برخه والو اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د قانون د نه تطبيقولو، له خبريالانو سره د معلوماتو د شريک کولواو په دغه ولايت کې د دولتي ادارو د مسوولينو د ځواب نه ورکولو، د خبريالانو د خونديتوب، له رسنيو سره د بلخ د يوشمېر سيمه ييزو د سليقوي او دوه ګونې چلند، د رسنيو د برېښنا د لګښت د بيې د لوړوالي او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د قانون د تطبيقولو، د برېښنا د بيې د کمښت او د رسنيو د کارپه برخه کې د موجودوچلنجونود حل په خاطر د مناسبو لارو چارو د لټونې په اړوند، د خبريالانو د ستونزو په باب يولړ پيشنهادونه وړاندې شول .
د بلخ والي فرهاد عظيمي وويل چې د ټوليزو رسنيو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د قانون پربنسټ د دغه ولايت سيمه ييزمسوولين مکلف دي چې د رسنيو له خبريالانو سره له هر راز توپير پرته د خپلو اړوندوادارو د ترسره شويو کارونو په اړه اطلاعات په خپل وخت له رسنيو سره شريک کړي .
ختم-ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته