اقتصاد

دبهرنيو چارو وزير : په توکېو کې دافغانستان په باب اقتصادي غونډه جوړيږي

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١:

دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول  نن د جاپان په توکېو ښارکې دافغانستان په باب ديوې اقتصادي غونډي دجوړيدو خبرورکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې دبهرنيو چارو وزير چې له خبريالانوسره يې خبري کولي  وويل  په هغې کتنه کې چې د جاپان دبهرنيو چارو له وزيرسره يې کړې ده ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزير په دې ترڅ کې چې په بيلابيلو برخو کې له افغانستان   سره دخپل هيواد په مرستو او همکاريو باندې  ټينګار وکړ څرگنده  کړي ده   جاپان چمتودى چې دافغانستان  دودي اوپرمختيا په مقصد د ٢٠١٢ ميلادي کال په جولاي مياشت کې ددغه هيواد په توکېو ښارکې يوه غونډه جوړه کړي.

 دډاکترزلمي رسول دڅرگندونو له مخې افغانستان او جاپان ته لرغونې تاريخي اړيکې پيوند ورکوي  ا ودغه هيواد له افغانستان سره دمرستندويو هيوادونو له جملې څخه دي  چې دافغانستان په بيارغاونه او جوړولو کې يې فعاله ونډه اخيستې ده.

ده زياته کړه  چې جاپان دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير اودافغانستان حکومت  دسولې  دبهير  په تطبيق کې هم مرسته کوي.

جاپان له افغانستان سره دمرستي په مقصد دنږدي  اوو ملياردو ډالرو د ورکولو ژمنه کړې ده  چې  د٢٠١١ ميلادي کال دجون ترمياشتي پوري نږدي درې اعشاريه  پنځلس مليارده ډالره يې په افغانستان  کې دبيارغونې په بيلابيلو پروژو کې لګول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته