امنیت

په هرات کې د دريو تنو ډاراچوونکو نيول کيدل

 کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٩مه نيټه:
درې تنه وسله وال ډاراچوونکي د هرات ولايت دپوليسو له خوا ونيول شول.
دغه درې تنه  ډاراچوونکي چې په يوه موټرسايکل سپاره وو اوغوښتل يې د هرات ولايت د پنځمې ناحيې د ٦٤متره سړک  په ساحه کې په تروراو وسله والې غلا لاس پورې کړي چې د پنځمي امنيتي حوزي  دمنسوبانو په يو کمين کې له يوې لنډې نښتې وروسته ټپيان او ونيول شول. 
دهرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل  ددغو دريو تنو ډاراچوونکو له جملې څخه د يوتن ټپي روغتيايي حالت خراب دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته