(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)ټولنه(PS)روغتیا

له کابل ښار څخه په نشه يي توکو روږدي ۲۰۰ کسان روغتیایي مرکزونو ته ولېږدول شول

کابل، د زمري ۳۱مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د کابل ښار څخه د درملنې په موخه په  نشه يي توکړ د روږدو ۲۰۰ کسانو د راټولولو او روغتیايي مرکزونو ته د لېږدولو خبر ورکوي.

دغه وزارت په ټویټر(اېکس) پاڼه لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ښار له څنډو ۲۰۰ په نشو روږدي کسان راټول کړي او د روږدو د درملنې روغتیایي مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره نه یوازې د نشه يي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز لګولی بلکې؛ ورسره هم مهاله په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه هم پیل شوې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا