کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دوه تنه پرون په پروان ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد سليم نوري باختراژانس ته وويل: دبغلان ولايت دوو تنو اوسيدونکو چې اووه کيلوګرامه چرس يې دسراچه موټر په واسطه له شمال څخه کابل ته لېږدول ، دسالنګ ولسوالۍ دشکارګاه دسيمې دپوليسو دپلټنې په پوسته کې ددغې ولسوالۍ دپوليسو له خوا ونيول شول .
ده وويل له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ