
کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د دغه ولایت د اقتصادي شورا په غونډه کې وویل، چې د تېر کال په پرتله روان کال کې د دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته صادارت زیات شوي دي.
د یادې خونې یو تن مسوول انجنیر عبدالباقي په دې غونډه کې چې د مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ جوړه شوې وه وویل، چې تېر کال یې نورو هېوادونو ته ۱۲۶ زره ۵۵ ټنه صادرات درلودل، خو د سږ کال د ۱۱ میاشتو په موده کې یې ۳۳۶ زره ۳۶ ټنه وچه او تازه مېوه، د انارو جوس، طبي نباتات او حبوبات بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
په غونډه کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او اقتصادي شورا رئیس حاجي محمدصدیق مهمند وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اوس سوداګرۍ او صنعت پرمختګ کړی، چې بهرنیو وکړو دلته زړه ښه کړی او د روغتیا د برخې ترڅنګ اوس ډېر شمېر بهرني وګړو دلته د بېلابېلو سوداګرو او صنعت کارانو سره کار کوي.
نوموړي د بهرنیو وګړو د ویزو په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په پای کې مرستیال والي په مشرۍ پرېکړه وشوه، ترڅو کمېټه جوړه او په دې اړه ژر تر ژره حللاره پيدا کړي.
لمر