امنیت

جمهور رييس غني لارښوونه وکړه چې دارزګان ولايت دامنيه قوماندان دشهادت قضيه دې په جدي توګه او په سملاسي ډول تعقيب شي .

کابل باختر د کب نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني هغه وروستي  امنيتي پيښه چې له امله يې دارزګان ولايت امنيه قوماندان  مطيع الله  خان شهيد  شو په ډيرو سختو الفاطو سره وغندله .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دارزګان ولايت امنيه قوماندان مطيع الله خان وړ مه شپه دکابل ښار په شپږمه ناحيه کې دځانمرګي بريد له امله شهيدشو .
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهور رييس ددغې پيښې دعاملينو په غندلو سره دکورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې دغه قضيه دې په سملاسي  ډول او په جدي توګه تعقيب کړي
جمههور رييس زياته کړه  دهغو کسانو په وړاندې  به چې دغه شان پيښې  رامنځته  کوي له هيڅ راز  هڅو څخه  لاس په سر نه شي  چې ددغو ډار اچوونکو  دځپلو سبب شي
جمهور رييس غني دخپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ  مراتب  دشهيد مطيع الله  خان کورنۍ ته څرګند کړ او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې دارواښاد پاتې کسانو ته دجميل صبر هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته